IQNA

د تانزانیا  د قرآڼ نړیوالو سیالیو یویشتم پړاؤ ترسره کیږي

14:05 - January 05, 2025
د خبر لمبر: 3490416
ایکنا – د تانزانیا د قرآڼ د قرائت دنړیوالو سیالیو یویشتم پړاؤ سږکال په کب میاشت کې په دارالسلام کې ترسره کیږي.

ایکنانیوز  راپور راکوي، د تانزانیا د قران د قرائت د نړیوالو سیالیو یوویشتم پړاؤ د دغه هیواد دخدمةالقرآن موسیسې په همت سره په دارالسلام کې ترسره کیږي.

په راپور کې وئيل شوي دي، دغه سیالۍ د کب د میاشتې له ۲۵نیټې د تانزانیا په پلازمینې دارالسلام کې پیلیږی.ددغې موسیسې د اینسټاګرام د ویب پاڼې د اعلامیې په اساس ، له لبنان،جنوبی افریقا، پاکستان،ملایشیا،یمن ،مالی،مصر،عراق ،افغانستان،ترکیې او مراکش هیوادونو څخه قاریان په دغو نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

 دغه سیالۍ په ختیځي افریقا  او تانزانیا کې د قرآڼ د نړیوالو سیالیو ترټولو باؤری اومعتبرې سیالۍ دي چې د خدمةالقران موسیسې په وسیله ترسره کیږي.

د خدمةالقرآن موسیسه یوه خصوصي اسلامی موسیسه ده چې په تانزانیا کې  د قرآني معارفو او کلتور د پراختیا  لپاره فعالیتو کوي. دغه موسیسې په وروستیو څو  کلونو کې په نړیوالو او ملی  سویه په مختلفو وختونو کې د قرآن کریم د غږ او لهجې  د سیالیو پشمول   مختلف قرآني فعالیتونه ترسره کړي دي.

همداراز  دغه موسیسې تانیزانیا ته د لومړنۍ سوئې د نړیوالو قاریانو او شخصیّتونو په دعوت کولو سره  او ددوي لپاره د قرآني پروګرامونو په ترسره کولو سره ، په قرآنی نړیوالو فعالیتونو کې ددغه هیواد دځائيګی په ښه کولو کې  مهم رول لوبولی دی؛ لکه څنګه چې تیر کال  شیخ محمود شحات انور  دتانزانیا د خدمةالقران موسیسې میلمه ؤ او د هغه قرائتو ته ددغه هیواد د مسلمانانو ډیره توجه اوړیدلې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4257720

captcha